ياماموتو: ځينې هېوادونه په ټاکنو کې د نوې ټکنالوژۍ د کارونې ملاتړ کوي

ياماموتو

د افغانستان اجرائيه رئيس نن په کابل کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره د افغانستان پر راتلونکو انتخاباتو خبرې وکړې.

عبدالله عبدالله نن په سپيدار ماڼۍ کې له تاداميچي ياماموتو پر دې مسئلې بحث وکړ.

د اجرائيه رياست په اعلاميه کې ويل شوي، چې ښاغلي ياماموتو ويلي ځينې هېوادونه په راتلونکو ټاکنو کې له نوې ټکنالوژۍ د استفادې تخنيکي ملاتړ کوي.

د انتخاباتو خپلواک کميسيون تر دې مخکې ويلي هڅه کوي د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو په راتلونکو ټاکنو کې له نوې ټکنالوژۍ استفاده وکړي.