افغانستان ته د نویو امریکايي عسکرو استول ښايي د کابل لپاره د واشنګټن د نوې ستراتیژۍ برخه وي.
د واشنګټن پوسټ او نیویارک ټایمز په ګډون یو شمېر امریکايي رسنیو تازه راپورونه ورکړي چې د دغه هېواد یو شمېر چارواکي افغانستان ته د ۳۰۰۰ اضافي امریکايي سرتېرو د استولو غوښتونکي دي.
په دې اساس که دا طرحه د امریکا د دولت د تائيد وړ وګرځي نو په افغانستان کې امریکايي ځواکونه کولای شي وسلهوال طالبان د هوايي حملو هدف وګرځوي.
د امریکا رسمي سرچینو تر دې دمه په دې اړه څه نهدي ویلي.
د افغان پوځي کارپوهانو په باور د افغانستان اوسني امنیتي وضعیت ته په کتو پکار ده چې امریکا نور اضافي سرتېري دې هېواد ته راواستوي.
د دې کارپوهانو له ډلې جاوید کوهستاني وايي چې د سرتېرو ډېرول د امریکا لپاره وروستۍ لار ده چې د افغانستان اوسني امنیتي حالات پرې کنټرول کړي.
نوموړی وايي:
"اوسمهال دغه موارد ډېر مهم دي چې د امریکا متحده ایالاتو تر لاس لاندې نیولي چې لږ تر لږه د خپلو ځواکونو زیاتوالی دی چې دې سره امریکا غواړي د افغانستان وضعیت کنټرول کړي، بلخوا داسې وضعیت راغلی چې د امریکا سیالو هېوادونو وسلهوالو طالبانو ته د مرستې لاس وراوږد کړی."
د رپوټونو پر اساس ټاکل شوې امریکا د روانې میلادي میاشتې تر ۱۵مې نېټې د افغانستان لپاره خپله نوې ستراتیژي اعلان کړي.
تر دې دمه ښکاره نهده چې د امریکا په دې ستراتیژۍ کې به کوم موارد شامل وي خو افغان دولت له دې وړاندې ویلي وو، هیله ده واشنګټن د افغان حکومت وړاندیزونه او لومړیتوبونه په پام کې ونیسي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته ویلي و، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول د هوايي ځواکونو پیاوړي کول او تجهیز، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې برخه کې د څلور کلن پلان عملي کول او د دغو ډلو په ځانګړي ډول داعش لهمنځه وړل د افغان دولت د لومړیتوبونو یوه برخه ده.
امریکا په داسې حال کې د افغانستان لپاره خپله نوې ستراتیژي اعلانوي چې په وروستیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلهوالو مخالفینو تر منځ جګړو زور اخیستی.
په روان کال کې د بدخشان د زیباک او د کندز د قلعهزال ولسوالیو سقوط هغه امنیتي موارد دي چې د خلکو اندېښنې يې زیاتې کړي دي.
یو شمېر سیاستوال په دې اند دي چې د امریکا نوې ستراتیژۍ کې پوځي برخې ته ځای ورکول کولای شي چې د افغانستان د یو شمېر سیمو او ولسوالیو د سقوط مخنیوی وکړي خو په ټوله کې د جنګ د ختمولو برخه کې ګټوره نهده.
د افغانستان د نوې ملي جبهې رئیس انوارالحق احدي د سې شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"امریکا دې له پوځي پلوه افغان دولت پياوړی کړي چې سقوط ونهکړي، باید ورسره په خوا کې یوه سیاسي حل لاره هم ولټوي، هڅې دې وکړي چې په سولهییزه توګه یوه سیاسي حل لاره پیدا کړي، څو په جګړه کې ښکېلې خواوې پهکې مذاکرات وکړي، هیله ده چې د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې دا موارد شامل وي."
بلخوا د افغانستان پخوانی دفاع وزیر شهنواز تڼی په دې نظر دی چې افغان امنیتي ځواکونه د امریکا مرستو ته اړتیا لري او باید افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه تجهیز او تمویل شي.
ښاغلي تڼي نن سې شنبه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې باید د افغان پوځ تمویل او تجهیز ته لومړیتوب ورکړل شي خو د جنګ مشري باید افغان قوماندانان په غاړه ولري.
راپور: اکرامالله اکرام