د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، په افغانستان کې د خپلو پوځیانو پر پیاوړي کولو غور کوي.
د ناټو په مشرۍ د "غوڅ ملاتړ مأموریت" اوسمهال د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې په پروګرامونو کې مرسته کوي او مشورې ورکوي.
ینس سټولټنبرګ پرون یکشنبه له جرمنۍ ورځپاڼې ویلټ ام سونټاګ "Welt am Sonntag" سره په مرکه کې ویلي چې افغانستان کې امنیتي وضعیت ته په پام، په هغه هېواد کې د خپلو پوځیانو د شمېر پر زیاتولو غور کوي.
اوسمهال ناټو په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۳ زره عسکر لري.
دا عسکر په پوځي عملیاتو کې د افغانستان امنیتي ځواکونو ته مشوره ورکوي، اردو او پولیس روزي او د عملیاتي پلانونو په جوړولو کې مرسته ورسره کوي.
د جرمني ویلټ ام سونټاګ ورځپاڼې د ناټو د عمومي منشي په حواله لیکلي چې د تړون ۲۸ غړي به د روان کال تر جون میاشتې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شمېر د زیاتولو او د هغوی د مأموریت د تمدید په اړه پرېکړه وکړي.
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن، د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د امریکا کانګرس ته ویلي و چې په افغانستان کې اوسمهال، زرګونه نورو پوځیانو ته اړتیا لیدل کېږي.
جنرال جان نېکلسن کانګرس ته په وینا کې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې يې مأموریت له بن بست سره مخامخ کېدلای شي.
د افغانستان جګړه د امریکا د متحده ایالاتو تر ټولو اوږده جګړه ګڼل کېږي.
امریکايي ځواکونو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په افغانستان کې په رسمي ډول خپله جګړه پای ته ورسوله.
د راپورونو پر اساس، په افغانستان کې له هغه راهیسې د وسلهوالو طالبانو حملې زیاتې شوي او ملکي تلفات لوړ شوي دي.
په افغانستان کې وروستۍ ستره حمله، په بلخ کې د ملي اردو پر ۲۰۹ شاهین قول اردو وشوه چې لږ تر لږه ۱۳۵ تنه پهکې ووژل شول.
د راپورونو پر اساس، د حملې زیات قربانیان د ملي اردو منصبداران او عسکر وو.
د امریکا د متحده ایالاتو نوې ادارې چې د اسلامي دولت په نوم وسلهوالې ډلې یا داعش د لهمنځه وړلو هوډ يې کړی، څو اوونۍ مخکې خپل تر ټولو ستر غیر اټمي بم، د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر وسلهوالو استعمال کړ.
له بله پلوه، د امریکا متحده ایالاتو ۳۰۰ سمندري عسکرو د روانې اوونۍ په پیل کې په هلمند کې خپل پوځي مأموریت پیل کړ.
د امریکا دا سمندري عسکر هم د ناټو په مشرۍ په هلمند کې ځای پر ځای شول.
هغوی به د افغانستان امنیتي ځواکونو ته مشورې ورکوي او د روزنې پروګرامونه به پر مخ بیايي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له جرمنۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې ناټو تړون غواړي چې افغانستان کې له ترورېزم سره مبارزه کې خپل رول پیاوړی کړي او د افغانستان د سیمهییزو امنیتي ځواکونو د روزنې د پروګرامونو پر پراخولو غور زیات کړي.
ینس سټولټنبرګ ویلي چې ناټو، د افغانستان او عراق د مأموریت تر څنګ، د زیات کار توان لري.