د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۴

هلمند کې د تازه ځای پر ځای شویو امریکايي سرتېرو مأموریت څه دی؟


په هلمند کې چارواکي وايي، د امریکا تازه ورغلي سمندري عسکر به یوازې د ولایت د نظامي شورا د غوښتنې پر اساس، په پوځي عملیاتو کې مرسته کوي.

د امریکا د سمندري ځواک ۳۰۰ عسکرو پرون شنبه په هلمند کې خپل اتلس میاشتنی مأموریت پیل کړ.

هغوی به د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د روزنې او مشورې ورکولو پروګرامونه پر مخ بیايي.

د هلمند د والي د مطبوعاتي اړیکو مسئول زاهد اتل ازادي راډیو ته وویل چې دا عسکر به د لښکرګاه په ۳۵ کېلو مترۍ کې په شوراب پوځي اډه کې مېشت وي.

زاهد اتل زیاته کړه:

"دا سمندري ځواک، شااوخوا درې سوه پوځیان دي چې په هلمند کې د شوراب په پوځي اډه کې ځای پر ځای شوي چې د افغان ځواکونو سره په مشورې او د تعلیم او تربیې په برخه کې او دلته د نظامي شورا په غوښتنه په یو شمېر عملیاتو کې همکاري ولري."

د امریکا سمندري عسکر د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې هلمند ته تللي دي.

د اتل په وینا، په ګزمو او پیاده عملیاتو کې د هغوی د ګډون پرېکړه لا نه‌ده شوې.

زاهد اتل وویل:

"د اوس لپاره د هغوی حضور یوازې په شوراب پوځي اډه کې دی، په ولسوالیو کې په مستقیم ډول د عملیاتو پلان نه‌شته، دوی به د عملیاتو په لړ کې، د ۲۱۵ میوند قول اردو او د پولیسو د ۵۰۵ بست زون له چارواکو سره په پلان جوړولو کې همکاري کوي او د غوښتنې سره سم به په هوايي برخه کې هم ملاتړ کوي."

وسله‌والو طالبانو د جمعې په ورځ د "منصوري" په نوم د عملیاتو د پیل اعلان وکړ او ويې‌ویل چې پر افغان او امریکايي ځواکونو به حملې وکړي.

امریکايي ځواکونو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې خپل پوځي مأموریت په هلمند کې ختم کړ.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې د هلمند باغران، دېشو، نوزاد، موسی‌قلعه، خانشین، ناوه، سنګین په بشپړ ډول له وسله‌والو طالبانو سره دي خو د ګرشک، نادعلي، مارجې او واشیر ولسوالیو ځینې سیمې لاهم د حکومتي ځواکونو په لاس کې دي.

د هلمند د مرکز لښکرګاه یو شمېر حوزې هم وسله‌والو طالبانو نیولي یا د حکومت او هغوی تر منځ لاس په لاس کېږي.

د فرانس پرېس خبري اژانس په حواله، لږ تر لږه ۳۰ زره کسان د جګړې له امله بې‌کوره شوي او لښکرګاه ته‌یې پناه وړې ده.

د څارونکو په باور، په هلمند کې د امنیت خرابېدل او د وسله‌والو طالبانو د نفوذ پراختیا په کندهار او ارزګان کې هم امنیت ته جدي ګواښ پېښولائ شي.

د امریکايي ځواکونو یو شمېر قوماندانان باور څرګندوي چې هلمند ته د ۳۰۰ سمندري عسکرو تګ بدلون راوستلئ شي.

اوس‌مهال په افغانستان کې تر اته زره او څلور سوه زیات امریکايي عسکر مېشت دي.

XS
SM
MD
LG