د کجکي ولسوال: زمینداور کې روسي مشاورین طالبانو سره لیدل شوي

په هلمند کې د وسله‌والو طالبانو سره روسي مشاورین لیدل شوي دي.

که څه هم د هلمند والي دغه احتمال نه‌ردوي، خو د کجکي ولسوال وايي قومي مشرانو ورته ویلي دي چې د دې ولسوالۍ په زمینداور سیمه کې یو شمېر نارینه او ښځينه روسي مشاورین لیدل شوي دي.

د کجکي ولسوال وايي، که حکومت د روسي مشاورینو سره د وسله‌والو اوسني فعالیتونه او د هغو ستر مرکزونه له‌منځه یونه‌سي کجکی به سقوط وکړي او د برېښنا فابریکه او د اوبو ستر بند به له‌منځه یوړل شي.

د هلمند اوسېدونکي او مدني فعالان وايي، حکومت دې ډېر ژر په دې ولایت کې د روسي اتباعو موجودیت تثبیت کړي.

په دې اړه د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي راپور واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د الیاس داعي راپور