د امریکا دفاع وزير د دوشنبې په ورځ افغانستان ته ورسېد

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکا دفاع وزير جيمز ماتيس د دوشنبې په ورځ افغانستان ته ورسېد. دا په داسي حال کې ده چې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره غواړي د جګړه ځپلي افغانستان په اړه خپله ستراتيژي جوړه کړي. ټاکل شوې ده ماتيس به له افغان چارواکو او امریکايي ځواکونو سره په کابل کې وويني.