په فرانسه کې نن د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړی پړاو د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې پیل شو.
دغه انتخابات به د اروپایي اتحادیې د راتلونکې او له روسیې سره د لویدیځ د اړیکو په ګډون د فرانسې په اوسني جیوپولټیک دریځ اغېز وکړي.
په ټوله فرانسه کې نن د سهار له اتو بجو تر ۶۰ زرو زیات مرکزونه پرانېستل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وویل، د هغو کسانو شمېر ته په پام سره چې نن تر غرمې یې په انتخاباتو کې ګډون کړی ښیي چې د ولسمشرۍ په لومړي دور کې په سلو کې څه کم ۲۹ کسانو چې د رأیو ورکولو مستحق پیژندل شوي، ګډون کړی دی.
دغه شمیره د ۲۰۱۲ کال د انتخاباتو په نسبت لږ څه زیاته ده.
یوه رأیې ورکوونکي رویټرز ته وویل:
"طبعا دا یوه ستره او مهمه ورځ ده. دغه انتخابات به په فرانسه او نوروځایونو کې د بدلونونو سبب شي. دا ډیره ښه خبره ده او موږبه یې نتیجو ته سترګې په لاره یو."
دا په څو لسېزو کې د فرانسې د ولسمشرۍ لومړی ځل انتخابات دي چې وړاندوېنه یې ګرانه ده او څو ورځې وروسته له هغې ترسره کېږي چې په پاریس کې د پولیسو یو افسر ووژل شو چې مسؤلیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه واخېست.
په دغو انتخاباتو کې ۱۱ کسانو ځانونه کاندید کړي چې د رأیې ورکونکو د امنیت د تأمین لپاره یې شاوخوا ۵۰ زره پوليسو او اووه زره سرتېري ځای پرځای شوي دي.
نظر شمېرنې ښیي چې مرکزي یا منځلاری ایمانوېلمکرون او ښي اړخې ماريلیپین به ډېرې رأیې وګټي او د ولسمشرۍ دوهم دورته به لاره پیدا کړي.
د دې ترڅنګ محافظه کاره کاندید فرانسوافیلون او چپ اړخي جینمالینکون هم د دې چانس لري چې د مۍ د اوومې د ولسمشرۍ دوهم ځل انتخاباتو ته راووځي.