افغان ولسمشر محمد اشر غني پر ۲۰۹ شاهین قول اردو د حملې د څرنګوالي د څېړنې لپاره بلخ ولایت ته تللی.
د افغانستان په شمال کې پر هغه قول اردو انتحاري او ډلیزه وسله واله حمله چې د څو ولایتونو جګړه کنټرولوي غبرګونونه او انديښنې را پارولي دي.
ولسمشر محمد اشرف غنی د قول اردو په جومات کې پر سرتېرو دا حمله جنایت او له اسلامي او انساني ارزښتونو سره په ټکر کې بللې ده.
د ښاغلي غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال له ازادي راډیو سره په خبرو کې ټنیګار وکړ چې له ځنډ پرته به د پېښې په اړه هر اړخیزه څيړنه کېږي چې تر څېړونو وورسته به په پېښه کې دخیل کسان محاکمه او مجازات شي.
ده څرګنده کړه چې بلخ ته د ولسمشر د سفر هدف هم د پېښې د څرنګوالي معلومولو او د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي ښودل دي.
نوموړي زیاته کړه:
"د ولسمشر د سفر هدف دادی چې د پېښې څېړنه او تحقیق وکړي، هغه کسان چې په دغه پېښه کې لاس لري، هغوی ته باید سزا ورکړل شي دا هرڅه به له څېړنو وروسته روښانه شي."
دا د یوه کال په موده کې تر ټولو خونړۍ حمله ده چې پر افغان پوځیانو ترسره کېږي.
لوېدیځو رسنیو ویلي چې په دې پېښه کې افغان پوځيانو ته درانه تلفات اوښتي دي.
یوه امریکايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د جمعې د ورځې په پېښه کې ۱۴۰ تنه وژل شوي دي.
که څه هم د فاع وزارت وايي چې په دغه پېښه کې له سلو زیات کسان وژل شوي یا تپیان دي، خو د ۲۰۹ شاهین قول اردو یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې په دغه پېښه کې نېږدې ۱۴۰ کسان وژل شوي او له شپېتو زیات ټپيان دي.
بل خوا د جرمني دویچه ویله خبري اژانس لیکلي چې په یاده پېښه کې ۱۴۰ تنه وژل شوي او له ۱۶۰ زیات افغان سرتېري ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د شاهین پر ۲۰۹ قول اردو د جمعې په ورځ له انتحاري حملې وروسته ډله ییزه حمله وکړه اونښتې پنځه ساعته دوام درلود.
د شاهین قول اردو رئیس ارکان ویلي چې دغه حمله د ۱۰ تنو لخوا ترسره شوې.
وسله والو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت منلی دی.
د ولسي جرګې استازي دغه حمله غندي او افغان امنیتي چارواکي په کمزورۍ تورنوي.
د دغې جرګې لومړي مرستیال همایون همایون چې د شنبې په ورځ یې د جرګې مشري هم کوله په دې اړه وویل:
"پر قول اردو د تېرې ورځې حمله په ډاګه کوي چې امنیتي کمزورتیا زیاته شوې په درې واړو امنیتي ارګانونو کې زیاتې ستونزې شته، له بده مرغه کله چې دوی استیضاح کېږي، نو دغه وکیلان دی چې په چکچکو یې رخصتوي، دوه ورځې چې تېرې شي بیا هغه مسایل او هغه انتقادونه دي."
که څه هم تراوسه د دغې حملې اصلي ریښه نه ده معلومه شوې، خو د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیوته ویلي چې حمله کوونکو د ملي اردو له یونیفورم څخه په استفادې پر قول اردو حمله کړې.
د پوځي چارو کارپوهان وايي د ملي وحدت حکومت د خپلې سلیقې له مخې غیر مسلکي کسان په امنیتي ارګانونو کې په دندو ګمارلي او هغوی سم مدیریت نشی کولای.
له دې ډلې صدیق ساحل وايي، د استخباراتي او کشفي ارګانونو کمزورتیا د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د وسله والو طالبانو نفوذ ټول دې ډول حملو ته لاره هواره وي.
راپور: رحمت الله افغان