ګرجستان کابل سره د امنیتي وسایلو مرسته وکړه
Your browser doesn’t support HTML5
ګرجستان په کابل کې د امنیتي او جنايي پېښو د مخنیوي په هدف د کابل ګارنېزیون سره د څه باندې درېیو لکو ډالرو په ارزښت د تخنیکي وسایلو مرسته وکړه.
د کابل ګارنېزیون مسؤلین د ګرجستان لخوا د درې سوه شل زر امریکايي ډالرو په ارزښت د تخنیکي وسایلو مرسته د کابل ښار د امنیت او د تروریستي پېښو د مخینوي په برخه کې اغېزمن ګڼي.
په مرسته شویو وسایلو کې عصري کمرې، ستر سکرینونه، کمپیوټرونه، نشراتي الې او پرمختللي استخباراتي وسایل شامل دي.
وېډیو اواېډیټ سباوون کاکړ