عبدالله: د اچین بمي حمله کې د ملکي خلکو د وژنې عاملین هدف ګرځېدلي

Your browser doesn’t support HTML5

د افغان حکومت اجرائيه رئیس د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې پر پټنځایونو بمي برید پر ځای اقدام وباله. د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش په پټنځایونو د امریکايي پوځيانو له خوا د تر ټولو لوی غیر هستوي بم غورځول پر ځای اقدام یاد کړ او ویې ویل هغه څوک چې په کابل او ننګرهار کې د ملکیانو د وژنې عاملین وو په دې برید کې په نښه شول. وېډیو او ایډیټ: ولي سباوون