د بدخشان د فېض اباد ښاروال د يوې وسله والې ډلې مشري کوي
Your browser doesn’t support HTML5
ښاروالان معمولاً دا دنده لري چې ښاري چوپړتیاوې وړاندې کړي، خو د بدخشان ولایت د فېض اباد ښاروال د دې برعکس د يوې وسله والې ډلې مشري هم کوي.
څه باندې پنځه کاله کېږي چې جنرال نذیرمحمد د فېض اباد ښاروال دی، د نوموړي په اړه داسې راپورونه ورکړل شوي چې د يوې وسلې ډلې مشري کوي.
د بدخشان د امینې قوماندانۍ پولیس څو وارې بریالي شوي چې دغه ښاروال پورې اړوند وسله وال ونیسي.