د همبستګۍ ګوند غړیو د اچین بمي حمله وغندله

Your browser doesn’t support HTML5

په داسې حال کې چې د ننګرهار اچین ولسوالۍ اوسېدونکي د داعش پر مرکزونو د وروستۍ بمي حملې ننګه کوي، خو په کابل کې د همبستګۍ ګوند غړي بیا دا حمله غندي. د دغه ګوند یو شمیر غړي چې د یکشنبې په ورځ په کابل کې د نوي ښار په پارک راغونډ شوي وو، په اچین ولسوالۍ کې د بمونو د مور په نامه د ستر غیر اټمي بم کارولو په خاطر یې د امریکا او افغان حکومت پر ضد شعارونه ورکول. وېډیو او ایډیټ: ولي سباوون