د افغانستان امریکايي پوهنتون د خپلو دوو تښتول شویو استادانو د نامعلوم برخلیک په اړه وايي چې افغان دولت او پاکستان باید د دغو استادانو د راخوشې کولو لپاره عملي اقدام وکړي.
د دغه پوهنتون سرپرست ډېوېډ سېډني د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تر دې دمه د تښتول شویو استادانو د ساتنې د ځای په اړه دقیق معلومات نهشته خو باید افغانستان او پاکستان په ځانګړي ډول پاکستانيې د راخوشې کولو په اړه اقدام وکړي.
د ښاغلي سېډني په خبره تر دې دمه په دې اړه شوي اقدامات بسنه نهکوي:
"زه دغه قضیه کې پر ټولو ښکېلو خواوو په ځانګړي ډول د پاکستان پر حکومت غږ کوم چې زموږ د دوو پروفیسرانو په خوشې کولو کې جدي اقدام وکړي، تر څو دوی خپلو کورنیو سره یوځای شي، تر اوسه پورې زه دې برخه کې د پاکستان د کوم اقدام شاهد نهیم خو بیا هم موږ هیلهمند یو."
خو کابل کې د پاکستان سفارت مطبوعاتي برخه په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي او دا په افغانستان پورې تړلې موضوع ګڼي.
د افغان امریکايي پوهنتون دغه دوه تنه استادان د تېر لمریز کال په اسد میاشت کې د کابل د دارالامان سیمه کې داسې مهال وتښتول شول چې له پوهنتونه د خپل استوګنځي پر لور روان وو.
دا استادان یو یې امریکايي او بلیې اسټرالیايي وو.
وسلهوالو طالبانو د تښتول شویو استادانو د وېډیو په خپرولو سره تائيد کړې وه چې یاد استادان د دوی لهخوا تښتول شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پهدې اړه معلومات نهورکوي چې تښتوونکو دا دوه تنه چېرته وړي خو د خلاصون لپارهیې هیلهمند دي.
د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش ازادي راډیو ته ویلي چې افغان پولیسو د تښتول شویو استادانو د ساتنې د ځای په اړه لومړني معلومات پیدا کړي او د خوشې کولو لپارهيې هم هیلې موجودې دي.
نوموړی وايي:
"دا قضیه یوه اندازه سختوالی لري، موږ له هماغه لومړۍ ورځې هڅې پیل کړي چې دا دوه تنه راخوشې شي، لوموړني معلومات هم ترلاسه شوي او پرمختګ هم شوی چې نهشم کولای له تاسې سرهيې شریک کړم خو دې ته ژمن یو چې هر څومره ژر وشي دا کسان راخوشې کړو."
بلخوا وسلهوال طالبانو هم ویلي ممکن دا دوه تنه خوشې شي.
د طالبانو یوه ویاند ذبیحالله مجاهد د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دې دوو تنو د خوشې کولو په اړهيې امریکايي لوري ته خپل شرطونه وړاندې کړي چې د منلو په صورت کې به دوی خوشې شي.
خو مجاهد ونهویل چې دا دوه تښتول شوي بهرني استادان چېرې ساتل کېږي.
افغانستان کې د امریکايي پوهنتون سرپرست د طالبانو د ویاند د دې څرګندونو په اړه بېخبري وښوده ویېویل چې له دغې ډلې سرهيې هېڅ ډول خبرې نهدي شوي او د شرطونو په اړهيې هم معلومات نهلري.
د دغه پوهنتون سرپرست ډېوېډ سېډني دغه شان له طالبانو وغوښتل چې د امریکايي پوهنتون برمته شوي دغه دوه تنه استادان خوشې کړي ځکه په خبرهيې دوی یوازې د تدریس او له افغانانو سره د همکارۍ لپاره راغلي وو چې د تښتونې لپارهیې هېڅ ډول دلیل نهدی موجود.
راپور: اکرامالله اکرام