هرات کې یوې ښځې او مېړه له لفظي شخړې ځان وژنه کړې
Your browser doesn’t support HTML5
په هرات کې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي.
د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، یوې ښځې او مېړه له لظفي شخړې وروسته ځان وژنه کړې ده.
د هرات د حوزوي روغتون د عاجلې برخې مشر عزیزالرحمن جامي چې د وژل شوېو کسانو جسدونه د امنیتي ځواکونو له لوري روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ښاغلي جامي په خبره څېړنې ښيي چې مېرمن د چاقو د ضربو له کبله وژل شوي او سړي خپل ځان په دار ځړولی دی.
د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې تر اوسه د دغه پېښې لاملونه نه دي څرګند شوي دي.
د هرات د والي ویاند وايي، امکان لري چې دا پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځ ته شوي وي.
هغه وايي، وژل شوې مېرمن د هرات د استېناف څارنوالۍ قراردادي کارکوونکې وه.
هرات څخه د افغانستان د نورو ولایتونو په پرتله د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتو پېښو راپورونه ورکول کېږي.
په وروستیو کلونو یو شمېر ښځو د کورنیو تاوتریخوالي له امله خپل ځانونه هم وسوځول.
که څه هم اوس مهال په دغه ولایت د ښځو د ځان سوځولو پېښې راکمې شوي خو د ځان وژنې پېښې د لوړېدو په حال کې دي.
ویډیو: شاپور صابور او ولي سباوون