م.م: د راستنو شویو کډوالو ستونزو هواري لپاره افغان حکومت سره کار کوو

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي معاون توُبی لنزر د پنجشنبې په ورځ ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال په دې ولایت کې له پاکستانه د تازه راستنو شویو کډوالو جاج واخیست. له پاکستانه تازه راستنې شوې کورنۍ وايي اوسنۍ کومه مرسته چې د یو ان ایچ سي ار لخوا ورسره کيږي د دوی لپاره بسنه نه کوي.