د سوريې پر هوايي اډه د امریکا د توماهاک کروز ميزايلو حمله

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکا دوو جنګي بيړيو د پنجشنبې په ورځ د سوريې په جنوب کې پر یوې هوايي اډه توماهاک کروز ميزايل وتوغول. دغه جنګي بيړۍ په ختيځ مدترانه کې ځای پر ځای دي. امریکا وایی، له همدې هوايي اډې څخه الوتکو د سوريې پر ادليب ښار د سې شنبې په ورځ کمياوي بمونه غورځولي وو چې پکښي ګڼ شمېر ملکيان ووژل شول.