ملګرو ملتونو ته د امریکا سفیرې نيکي هيلې د چار شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که د ملګرو ملتونو امنيت شورا په سوريه کې د کيمیاوي حملو پر ضد اقدام ونهکړي، د ټرمپ اداره بهيې پر ضد اقدامات وکړي.
ملګرو ملتونو ته د امریکا استازې نيکي هيلي د ملګرو ملتونو له امنيت شورا څخه په بېړنۍ غونډه کې وغوښتل چې ژر تر ژره هغه مسوده تصويب کړي چې د امریکا، بریتانيې او فرانسې لهخوا ترتيب شوې او وايي، د کيمياوي وسلو کارولو په صورت کې به حمله کوونکی له عکسالعمل سره مخامخ شي.
دې په ځانګړې توګه په سوریه کې د سې شنبې ورځې کيمیاوي حملې ته اشاره کړې ده.
هيلي وويل:
"که ملګري ملتونه په ګډه اقدام ونهکړي او په خپله دې دنده کې پاتې راشي، داسې وختونه راځي چې امریکا اړ شي د قربانيانو په خاطر پهخپله اقدامات وکړي. زه هيله لرم چې د دې شورا نور غړي هېوادونه هم همداسې اقدامات وکړي. نړۍ باید د کيمیاوي وسلو کارول او دا حقيقت وويني چې داسې وسلې به نهزغمل کېږي."
د روسيې د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماریا زاخارووا بیا وويل چې دغه مسوده د منلو وړ ځکه نهده چې د کيمیاوي حملو په اړه تر اوسه د پلټنو نتایج نهدي راغلي او دغه مسوده تر وخت له مخه د حملو مسؤلیت پر دمشق اچوي.
همداراز ملګرو ملتونو ته د روسيې استازي ولاديمير سافرونکوف د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وويل چې لومړی کار دا دی چې په دې اړه بشپړ تحقيقات وشي.
ده وويل:
"د دې حملې په تړاو تر اوسه ټول ناسم راپورونه د لندن مېشتې سوريې د بشري حقونو د څار ادارې ورکړي چې ډېر مخکې بېباوره ګڼل شوې ده."
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د اردن له پاچا عبدالله سره په یوه ګډه خبري غونډه کې د دې کيمياوي حملې په اړه خپله خواشيني څرګنده کړه او ويېويل:
"پر کوچنيانو دغې حملې پر ما ژور اغېز کړی دی. ډېر لوی اغېز. دا بېروونکې او وحشتناکه پېښه وه. ما دا وليدله او تر دې نور څه بد نهشي کېدلای."
ټرمپ زياته کړه چې له دې حملې وروسته د اسد پر وړاندې د ده دريځ ډېر تغيیر کړی دی.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن له روسيې وغوښتل چې تر دې کيمياوي حملې وروسته د سوريې له ولسمشر بشار الاسد سره پر خپلو روابطو له سره غور وکړي.
د امریکا د ولسمشر مرستيال مايک پنس هم له فاکس نیوز سره په مرکه کې د چهارشنبې په ورځ وويل چې ټول شواهد ښيي دا حمله د سوريې د حکومتي ځواکونو لهخوا شوې ده.
ده له روسيې وغوښتل چې د کيمیاوي وسلو د لهمنځه وړلو د موافقې د درناوي په برخه کې په سوريه کې مرسته وکړي.
ده همداراز د دې حملې نيمايي پړه د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما پر ادارې واچوله او ویېويل، دغه اداره پاتې راغله چې د ۲۰۱۳ میلادي کال د کيمياوي وسلو پر ضد موافقې ته سوریه او روسيه ژمن وساتي.
ملګرو ملتونو ته د سوريې مرستيال سفير منظور منظور دغې شورا ته په خبرو کې وويل، د سوریې پر حکومت ناسم تورونه پورې شوي دي چې حکومت په خان شیخون کې پر ملکيانو کيمياوي وسلې کارولې دي.
ده وويل چې ترورېستان دغه ملکيان د سپر په توګه کاروي.