د اوبو رسولو ریاست: د کندز ځینې ادارې او زورواکي مو پوروړي دي

Your browser doesn’t support HTML5

یو شمېر دولتي ادارې او زورواکي د کندز د اوبو رسولو او کانالېزاسیون ریاست څخه ۵۰ ميلیونه افغانۍ پوروړي دي. په نوموړي ولایت کې د اوبو رسولو او کانالېزاسیون ریاست سرپرست فریدګل سخي‎زاده ازادي راډیو ته وویل چې دې څو کلونو کې يو شمېر زورواکي، بانفوذه خلک همدارنګه دولتي ادارې ۵۰ ميليونه افغانۍ د څښاک اوبو لګښت څخه پوروړي دي. وېډیو اجمل ارین اېډیټ ابراهیم صافی