پاړه چنار کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې
Your browser doesn’t support HTML5
د کورمې پاړه چنار کې چاودنه شوې چې په کې یو شمېر کسان وژل شوي او ژوبل دي.
د سیاسي انتظامیې چارواکو د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، چاودنه نن سهار شاوخوا ۱۱ بجې د پاړه چنار ښار له نور مارکېټ او د ښځو له امام بارګاه سره نېږدې شوې.
روغتیايي چارواکي وايي، تر اوسه روغتون ته شپږ مړي او ۵۰ کسان ژوبل ور وړل شوي دي.