په برلین کې یوې محکمې یو پاکستانی سړی ایران ته په جاسوسۍ مجرم وباله او پر څلور کاله بند یې محکوم کړ.
پر حیدر سید مصطفی پرون محکمې دا حکم وکړ.
د محکمې په وینا مصطفی د ایران د انقلاب ساتونکو "سپاه پاسداران انقلاب" د قدس ځواک په غوښتنه د اسرائیل–جرمني د انجمن د پخواني رئیس او یو پروفیسور په اړه چې پاریس کې یې کار کاوه اطلاعات راټول کړي دي.
محکمې ته ثابته شوې چې پاکستاني حیدر سید مصطفی ته د دې استخباراتي کار په بدل کې ۲۰۰۰ ایرو ورکړل شوي دي.
نوموړی په ۲۰۱۲ میلادي کال کې جرمني ته تللی و.