د هرات د ولایتي شورا مشر په دوه کاله او ۶ میاشتې بند محکوم شو
Your browser doesn’t support HTML5
د هرات د ولایتي شورا ریس د خپل قانوني صلاحیت نه د ناوړه ګټې اخیستنې په تور په دوه کاله او شپږ میاشتې تنفیذي بند محکوم شو.
کامران علیزایي له خپلې دندې د ناوړه استفادې او د هرات د مرستیال والي او د امنیت د امر د معرفي کولو په برخه کې د خنډ جوړولو له امله تورن وو.
ښاغلی علیزايي تورن دی چې د هرات د استیناف څارندوالۍ څخه يې بې اجازې یو مشکوک تورن له خپل ځانه سره وړی، د تحقیق پروسه يې ځنډولې او په ورته وخت کې له وسله والو کسانو سره دغه ادارې ته ننوتې او د څارنوالانو سپکاوی يې کړی دی.
وېډیواو اېډیټ ولي سباوون