عبدالله: پر ډیورند فرضي کرښې موانع ترورېزم سره مبارزه کې مرسته نه کوي

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان اجرائیه رئیس وايي، د پاکستان لخوا له کرښې نه چي کوم خوځښتونه کېږي د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې مرسته نه کوي. اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان له خوا د موانعوو د جوړولو مسئلې ته په اشارې سره وايي، د کرښې اخوا ته چې کوم خوځښتونه د پاکستان لخوا پیل شوي د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د مرستې پر ځای د کرښې دواړو خواوو ته د خلکو د اندېښنې لامل ګرځي. ویډیو ایډیټ ابراهیم صافی