ټولنيزې شبکې ټويټر پرون وويل چې درې لکه شپږ اويا زره او ٨٩٠ حسابونهيې د تېر کال په دوهمه نيمايي کې د ټرورېزم د ترويج له کبله تړلي دي.
دا د تېر کال د لومړيو شپږو مياشتو په پرتله د حسابونو په ځنډولو کې ٦٠ فيصده زياتوالى ښيي.
له دې سره د ٢٠١٥ میلادي کال له اګسټ مياشتې راهيسې د تړل شویو حسابونو شمېر شپږ لکه ٣٦ زره او ٢٤٨ ته ورسېد.
هغه وخت ټويټر ويلي وو، د افراطيت د خپرولو د مخنيوي لپاره به خپلې هڅې زياتوي.
د نړۍ په بېلابېلو برخو کې حکومتونو پر ټويټر، فېسبوک او نورو ټولنيزو شبکو فشار راوستلى، څو د هغو سخت دريځو مخه ونيسي چې له دغو شبکو په استفادې کسان ګماري او حملې کوي.