دفاع وزارت: افغانستان ته د نورو امریکايي سرتېرو د غوښتنې هرکلی کوو

د افغانستان دفاع وزارت وايي، هېواد کې د ترورېزم پر وړاندې مبارزه د امریکا او ناټو له مرستې بغیر ناشونې ده.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې یو شمېر امریکايي سناتورانو افغانستان ته د نورو امریکايي سرتېرو د رالېږلو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي رادمنش د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونه لا هم د امریکايي ځواکونو روزنې او مشورې ته اړتیا لري.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش

نوموړی وايي:

"هغه پرېکړه چې د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکايي ځواکونو د مبارزې برخه کې ده، هغوی زموږ د قطعاتو د روزنې او مشوره ورکونې برخه کې همکاري کوي، له دغې پرېکړې هرکلی کوو په هرحال موږ لا هم د امریکايي ځواکونو روزنې او مشورې ته اړتیا لرو."

ښاغلی رادمنش وايي چې لا هم هوايي ځواکونه لکه څنګه چې باید خپله دنده ترسره کړي اکمال شوي نه‎دي، د نوموړي په وینا انجنیري، ټکنالوژي، استخباراتي او زره‎دار ځواکونه د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې برخه هغه شان چې باید وي نه‎دي.

ښاغلي رادمنش د پاکستان وروستیو فعالیتونو ته په اشاره وویل چې د امریکا متحده ایالات او مرسته کوونکي هېوادونه باید د پاکستان پر وړاندې نور هم جدي شي، څو افغانستان کې سوله او امن ټینګ شي.

په ورته وخت کې افغان حکومت کې دننه یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي چې د امریکايي سناتورانو دغه غوښتنه له افغان سناتورانو سره د خبرو له مخې شوې ده، دغه پلاوی د پاکستان د لاسوهنې او دغه شان د ترهګرو د بېلابېلو ډلو د ګواښونو د پراختیا برخه کې یو شمېر اسناد او شواهد هغوي ته سپارلي چې په خبره یې د مقابل لوري قناعت یې خپل کړی دی.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې دې وروستیو کې یو شمېر امریکايي سناتورانو افغانستان د نور سرتېرو د لېږلو غوښتنه کړې ده.

افغانستان ته د نورو امریکايي ځواکونو د لېږلو غوښتنه وشوه

جان مککېن او لینډسي ګراهام ویلي، که د طالبانو پر وړاندې د امریکايي ځواکونو له خوا اقدام ونه‎شي دغه ډله به بیا پیاوړي شي.

دغه سناتوران د افغانستان د اوسني وضعیت د ختمولو لپاره دغه هېواد ته د نورو امریکايي سرتېرو د رالېږلو غوښتنه کوي.

دوی وایي چې افغان حکومت یوازې پر ۵۷ فیصده خاوره کنټرول لري دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې افغان حکومت پر ۷۵ فیصده خاوره کنټرول درلود.

جان مککېن او لینډسي ګراهام

په ورته وخت کې یو شمېر پوځي کارپوهان وایي، که امریکایي ځواکونه افغانستان ته له یوې مشخصي طرحې سره راشي نو د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې برخه کې به ګټور تمام شي.

پوځي کارپوه محمد یوسف همت په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زما نظر دا دی تر کومه چې سیمه کې سیاستونه سم نه‎شي او د ګاونډیانو قناعت خپل نه‎شي که هر څومره امریکايي ځواکونه راشي ګټه نه‎لري، تر هغه چې د یوې رغنده طرحې سره راشي."

ښاغلي همت وایي د امریکا متحده ایالات او ناټو سازمان باید افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ډېرېدو ترڅنګ افغان هوايي ځواکونه هم پیاوړي کړي.

سباوون کاکړ