د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۱

افغانستان ته د نورو امریکايي ځواکونو د لېږلو غوښتنه وشوه


د امریکا د سنا جرګې غړو سناتور جان مک‌کېن او سناتور لېنډسي ګراهام په افغانستان کې د ولاړ حالت د پای ته رسولو لپاره دغه هېواد ته د نورو پوځیانو د لېږلو غوښتنه وکړه.

دواړو سناتورانو په یوه لیکنه کې چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې خپره شوې، ویلي چې د امریکا د پالېسۍ محدودیت او د جګړې میدان کې د پوځیانو د شمېر کموالی د افغانستان جګړه کې د امریکايي پوځیانو لاسونه تړلي دي.

خو دا په داسې حال کې ده چې امریکا لا هم په دغه هېواد کې د القاعده په شان له ترورېستي ډلو سره په جنګ کې دی.

د امریکا د سنا جرګې غړي سناتور جان مک‌کېن او سناتور لېنډسي ګراهام
د امریکا د سنا جرګې غړي سناتور جان مک‌کېن او سناتور لېنډسي ګراهام

مک‌کېن او ګراهام د مثال په توګه ویلي چې تېر کال دوبي کې امریکايي پوځیان پر طالبانو له حملې کولو منع شول، خو اجازه ورکړای شوه چې عراق او سوریه کې د داعش یا اسلامي دولت پر وسله‎والو سخت‎دریځو بریدونه وکړي.

دوی استدلال کوي چې د طالبانو پر ضد نه‌اقدام سبب کېږي چې دا ډله بېرته ځان جوړ کړي او وراوښتي ګوزارونه بېرته جبران کړي په تېره بیا چې د ایران او روسیې په شان هېوادونو څخه مرسته ترلاسه کړي.

دوی دغه‌راز ویلي چې د طالبانو پر ضد نه‌اقدام کول د دې سبب شوی چې ولاړ حالت رامنځته شي او دا هغه څه دي چې افغانستان کې د امریکايي او ناټو پوځیانو قوماندان جنرال جان نېکلسن‌یې تېره میاشت د سنا جرګې د وسله‎والو خدماتو کمېټې ته په خپلو څرګندونو کې یادونه وکړه.

ده وویل چې د افغانستان حکومت د هېواد یوازې په سلو کې پر ۵۷ سلنه خاوره کنټرول لري حال دا چې تېر کال‌یې په سلو کې ۷۵ په لاس کې وه.

XS
SM
MD
LG