صدیقي: د افغان معلولو سرتېرو ټیم "انویکټس" سیالیو ته چمتووالی لري

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د افغان ځواکونو د معلولیونو ورزشي ټیم د کاناډا "انویکټس" سیالیو کې د ګډون لپاره چمتووالی لري. د کورنیو چارو وزارت وايي، که څه هم په کاناډا کې ترسره کېدونکې انویکټس سیالۍ نمایشي بڼه لري، خو د افغان ځواکونو ورزشي ټیم ته په‌کې ونډه ورکول دا معنی لري چې نړیوال د افغان ځواکونو قربانیو ته درناوی لري.