کوټه کې د لوړو زده‌کړو وزارت یو لوړپوړی افسر تښتول شوی

د بلوچستان د لوړو زده کړو وزارت افسر عبدالله جان.

په کوټه کې ناڅرګندو کسانو د لوړو زده‌کړو وزارت ايالتي مشر د وسلو په زور تښتولى دى.

د چهارشنبې په سهار ناڅرګنده وسله‌والو د بلوچستان د لوړو زده‌کړو وزارت يو لوړپوړى افسر عبدالله جان هغه وخت د وسلو په زور وتښتاوه چې هغه خپل دفتر ته روان وو.

د تښتول شوي افسر زوى محمد عتيق رسنيو ته ويلي چې پلار يې د ښار په جنوب لوېديځه برخه کې د بروري سړک له وحدت کالونۍ دفتر ته روان وو چې په سپين موټر کې سپاره وسله‌وال ورته ودرېدل او د وسلو په زور يې له ځانه سره یووړ.

د کوټې د پوليسو مشر عبدالرزاق چيمه وايي، وسله‌والو هغه له خپل موټر چلوونکي سره يوځاى تښتولى، خو وايي وروسته‌يې موټر چلوونکى پر سبزل سړک خوشې کړى او د لوړو زده‌کړو سکرټر يې له ځانه سره نامالوم ځاى ته وړى دى.

د بلوچستان اعلى وزير نواب ثناءالله زيهري د لوړو زده‌کړو د افسر پر تښتول کېدو اندېښنه څرګنده کړې او د پوليسو عمومي مشر ته‌يې امر کړى چې په وسله‌والو پسې بېړنۍ پلټنه پيل کړي او تښتول شوى افسر يې له منګولو راخوشې کړي.

دا پېښه په داسې وخت کې شوې چې نن په بلوچستان کې د سرشمېرنې لومړى پړاو پيل شوى او په ښار کې د پاکستاني پوځ، ملېشه او پوليسو له‌خوا کلک امنيت نيول شوى دى.

له دې سره په تړاو د سې شنبې په ماخوستن هم د ايران پولې ته نېږدې د اواران له ګشکور سيمې وسله‌والو درې حکومتي مأمورين تښتولي چې د سرشمېرنې چارې به‌يې تر سره کولې.

د سيمې پوليس چارواکي وايي د دغو درې تنو د راخوشې کولو لپاره‌يې په سيمه کې پلټنې روانې دي، خو تر اوسه‌يې په موندلو نه‌دي بريالي شوي.

له اوارانه د تښتول شويو مأمورينو او د لوړو زده‌کړو وزارت د افسر د تښتونې مسؤليت تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې نه‌دى منلى.

د يادونې وړ چې د بلوڅو ځينو ملتپالو ګوندونو او وسله‌والو سازمانونو له سرشمېرنې سره مخالفت څرګند کړى او اندېښنه‌يې څرګنده کړې چې دا سرشمېرنه به بلوڅان په اقليت بدل کړي، دې ته په پام يوه خپلواکي غوښتونکي سازمان د سرشمېرنې پر کارکوونکو د حملو ګواښ هم کړى دى.

رپوټ: بارکوال مياخېل