د بغلان پولیسو نږدې ۴۰ کېلو ګرامه نشه یي توکي نیولي

Your browser doesn’t support HTML5

د بغلان پولیسو نېږدې ۴۰ کېلو ګرامه نشه یي توکي چې له بدخشان څخه کابل ته قاچاق کېدل له یو تن قاچاق وړونکي سره یو ځای نیولي. د بغلان امنیه قوماندان اکرام الدین سریع د یکشنبې په ورځ ناوخته په یوه خبري ناسته کې وویل چې نیول شوي نشه یي توکي چې په یوه موټر کې په ډېر ماهرانه توګه ځای پر ځای شوي وو، ونیول شول. وېډیو: بشیر احمد غزالي اېډیټ ولي سباوون