ترکیه وایي، له هالنډ سره په لوړه کچه ټول سیاسي بحثونه ځنډوي او د انقرې لپاره نور هغه تړون اعتبار نهلري چې له اروپایي اتحادیې سرهیې کړي دي.
هغه تړون چې اروپایي هېوادونو تهیې د اسیایي هېوادونو د کډوالو د بهیر مخه نیولې ده.
د ترکیې د صدراعظم مرستیال نورتین جانیکلي "Nurettin Canikli" د دوشنبې ورځې ناوخته دغه اعلان وروسته له هغې وکړ چې له هالنډ او جرمني سره د ترکیې اختلافات ډېر زیات شوي دي.
دواړو هېوادونو د ترکیې د حکومت وزیرانو ته اجازه نهده ورکړې چې په خاوره کې یې په سیاسي غونډو کې ګډون وکړي.
جانیکلي وویل، له بروکسل سره د انقرې پر هغه تړون د بیا غور لپاره به دا هېواد یو لړ اقدامات وکړي چې ترکیې ته له داخلېدو وروسته کډوالو ته اجازه نهورکوي چې د دې هېواد له پولو د اروپايي اتحادیې غړو هېوادونو ته تېر شي.
په عین حال کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ د لمسوونکو ویناوو په دوام د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل د ترورېستانو په ملاتړ تورنه کړه.
اردوغان مېرکل د ترورېستانو په ملاتړ تورنه کړه.
اردوغان د دوشنبې په ورځ له "A Haber" ټلوېزیون سره په مرکه کې مېرکل تورنه کړه چې د هغو څلور نیم زره کسانو دوسیو ته په رسیدهګي کې پاتې راغلې چې دې هېواد جرمني ته استولي دي.
انقرې دغه کسان مشکوک ترورېستان او په دې هېواد کې د تېر کال د جولای میاشتې په ناکامه پوځي کودتا کې په لاس لرلو تورن کړي دي.
اردوغان له دې مخکې دوه ځلې هالنډ د نازیانو په څېر په چلند تورن کړی و چې په هغه هېواد کې یې چې په دوهمه نړیواله جګړه کې د نازي جرمني لهخوا اشغال شوی او پرې بمباري شوې، د چارواکو او خلکو غُصه راپارولې ده.
انقره په دې خاطر په قهر شوې چې د اروپایي اتحادیي یو شمېر هېوادونو د ترکیې وزیرانو ته اجازه نهده ورکړې چې د دوی خاورو کې په سیاسي غونډو کې ګډون وکړي.
دغه وزیران هڅه کوي څو د هغې ټولپوښتنې یا رېفرانډم لپاره په اروپایي هېوادونو کې د مېشتو تُرکانو ملاتړ ترلاسه کړي چې له مخې یې د ترکیې د ولسمشر صلاحیتونه زیاتېږي.
ټاکل شوې ده چې دغه رېفرانډم د اپرېل میاشتې په ۱۶مه په ترکیه کې ترسره شي.
له جرمني وروسته هالنډ هم د تېرې شنبې په ورځ د ترکیې دوو وزیرانو ته اجازه ورنهکړه چې په دې هېواد کې مېشتو تُرکانو ته وینا وکړي.
ترکیې ویلي یې دي چې د دغو وزیرانو له ایستلو وروسته د هالنډ چارواکو له معترضانو سره بد چلند کړی دی.
خو د هالنډ صدراعظم مارک روتې "Mark Rutte" د دوشنبې په ورځ په روتردام کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې له منطقي پلوه دا د دوی لپاره ګرانه وه چې د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر چې غوښتلیې په دې هېواد کې مېشتو یو شمېر تُرکانو ته وینا وکړي، د کتنې پر څرنګوالي موافقې ته ورسېږي.
د هالنډ صدراعظم مارک روتې
ښاغلي روتې زیاته کړه:
"موږ دلته ترکیه کې د رېفرانډم لپاره د ترکیې د وزیرانو له کمپاین کولو سره ناراحته یو هغه هم تر ډېره په دې خاطر چې دوی موږ ته وایي چې هالنډ کې ۴۰۰ زره کسان چې په خټه تُرکان دي ژوند کوي. دوی تر اوسه دغه کسان ترک اتباع بولي چې داسې نهده هغوی د هالنډ اتباع دي چې د ترکیې رېفرانډم کې هم د ګډون مستحق دي. خو تر هر څه لومړی دوی د هالنډ اتباع دي. دا یوه اساسي مسئله ده، دا یوه ډېره اصولي مسئله ده چې مطرح کېږي."
په عین حال کې د ترکیې ولسمشر له "A Haber" ټلوېزیون سره په مرکه کې د هالنډ صدراعظم له ډموکراسۍ نه په بېخبرۍ تورن کړ.
د راپورته شوي کړکېچ د هواري د هڅو په ترڅ کې د اروپا د بهرني سیاست مشرې فدریکا موګرېني "Federica Mogherini" او د اروپا د پراخوالي کمېشنر جوهانس هان "Johannes Hahn" د دوشنبې په ورځ له انقرې وغوښتل چې له زغمه کار واخلي.
دغهراز د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې د دوشنبې په ورځ د اروپایي اتحادیې له یو شمېر غړو سره د ترکیې د راپورته شوي کړکېچ د ژر هواري غوښتنه وکړه.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
نوموړي وویل:
"زموږ د ډموکراسۍ په هسته کې جدي بحثونه ځای لري. خو متقابل احترامیې جز دی. په دې خاطر زه د ناټو له ټولو غړو هېوادونو غواړم چې دوه اړخیز احترام رعایت کړي، ځان ارام کړي او د کړکېچونو له پای ته رسېدو سره د مرستې لپاره مناسبه تګلاره غوره او دغه لانجمن حالت پای ته ورسوي."
د انقرې حکومت د دوشنبې ورځې ناوخته اعلان وکړ چې د هالنډ سفیر ته به چې د استراحت لپاره په رخصتي تللی دی بېرته هېواد ته د ننوتو اجازه ورنهکړي.
د ترکیې د صدراعظم مرستیال دغهراز وویل چې حکومت به د ترکیې پارلمان ته سپارښتنه وکړي چې د ترکیې او هالنډ د دوستي له ډلې ووځي.