د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

د هالنډ او ترکيې اړيکې د کړکېچ په نوي پړاو کې


د هالنډ بلوا ضد پوليسو د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان د سلګونو پلويانو د لاريون د تيت و پرک کولو هڅه وکړه چې په روتردام کې د ترکيې د قونسلګرۍ مخې ته راټول شوي وو.

مظاهره‌چیان په دغه ځای کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملاتړ لپاره راټول شوي وو.

د ترکيې او هالنډ تر منځ کړکېچ وروسته له هغې زيات شو چې هالنډي چارواکو د ترکيې د دوو وزيرانو مخه ونيوله چې غوښتل‌يې په يوه لاريون کې برخه واخلي.

دغه لاريون د ولسمشر طيب اردوغان د صلاحيتونو زياتېدو په هدف د يوې ټولپوښتنې په ملاتړ رابلل شوى و.

په پام کې ده دا ټولپوښتنه بله مياشت وشي.

په وزيرانو کې يو هم د کورنيو او ټولنيزو سياستونو وزيره فاطمه بتول سايان کايا وه.

د ترکیې د کورنيو او ټولنيزو سياسيتونو وزيره فاطمه بتول سايان کايا.
د ترکیې د کورنيو او ټولنيزو سياسيتونو وزيره فاطمه بتول سايان کايا.

هغې د يکشنبې په ورځ په استانبول کې يوه کنفرانس ته وويل:

"موږ د هالنډ پوليسو له‌خوا له موټرو وايستل شوو او د جرمني سرحد ته نېږدې د پوليسو يوه مرکز ته بوتلل شو، يونيم ساعت په دغه مرکز کې توقيف وو، ډېر تريخ او بد چلند راسره وشو."

د هالنډ حکومت دغه‌راز د ترکيې د بهرنيو چارو د وزير مولود چاووش اوغلو الوتکې ته هم په هالنډ کې د ناستې اجازه ورنه‌کړه.

په انقره کې د ترکيې صدراعظم بن علي يیلدريم نن وويل، ترکيه به په شديده توګه د دې اقدام غچ واخلي.

د هالنډ صدراعظم مارک روتي ويلي پر ده فشار راوستل شوى و، څو په هالنډ کې د ترکيې د دوو وزيرانو د کمپاين مخه ونيسي، ځکه انقره د ده د حکومت په وړاندې د بنديزونو خبردارى ورکړى دى.

اردوغان پرون شنبه، له دې امله چې جرمني په هغه هېواد کې د ترکانو کمپاین بند کړ، پر جرمني تور پورې کړ چې د "نازیانو" په څېر چلند کوي.

دا په یوه اوونۍ کې دوهم وار دی چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یوه اروپايي هېواد او ناټو د غړي په اړه په وینا کې د نازیانو یادونه کوي.

د هالنډ صدراعظم مارک روتي په تازه څرګندونو کې د هالنډ په اړه د ترکیې د ولسمشر خبرې لېونډوله او له چوکاټه وتلې بللې دي.

دی وايي:

"موږ هالنډ ته د سفر په اړه د ترکیې له چارواکو سره خبرې کړې وې، موږ هغوی ته وویل چې له داسې کتنې سره موافقه نه‌لرو ځکه دا د ترکیې یو وزیر دی او فکر نه‌کوو چې د ترکیې وزیرانو ته به مناسبه وي چې د هالنډ په خلکو کې چې ښايي د ترکیې پاسپورټونه ولري، د هالنډ په خاوره کې کمپاین وکړي."

د ترکيې او اروپايي ټولنې تر منځ اړيکې په وروستيو مياشتو کې ترينګلې شوې دي.

XS
SM
MD
LG