پکتیکا کې د درېیو قوماندانانو په ګډون ۲۹ طالبان وژل شوي

د پکتیکا ولایت د رسنیو دفتر څخه ازادي راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته د یاد ولایت د زیړوک ولسوالۍ په تنګي سیمه کې د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د درېیو قوماندانانو په ګډون ۲۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې په پېښه کې د افغان وزیرستاني او حذیفه په نومونو د وسله‎والو طالبانو دوه مهم قوماندانان چې په ګڼ شمېر ترهګریزو پېښو کې یې لاس و، وژل شوي دي.

چارواکي وايي، پر وسله‎والو طالبانو یاده حمله هغه مهال ترسره شوې چې کله‌یې د یوه وژل شوي طالب قوماندان کرامت خان د فاتحې په مراسمو کې ګډون کړی وو.

کرامت خان د وسله‎والو طالبانو مشهور قوماندان و چې په سیمه کې یې د حکومت پر ضد فعالیتونو کې لاس درلود چې د ځايي خلکو سره په نښته کې ووژل شو.