عبدالله: طالبانو د ټولو ډلو لپاره د ترهګریزو بریدونو زمینه برابره کړې
Your browser doesn’t support HTML5
د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، پر سردار محمد داوود خان روغتون د برید مسؤلیت طالبانو ته متوجې کېږي.
اجرائیه رئیس وايي، پر سردار محمد داوود خان روغتون جنایتکارانه برید د دهشت عمق او ټولو اسلامي او انساني اررښتونو ته بېباوري ښیي.
ښاغلي عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا غونډه کې وویل چې په دغه برید کې تر ډېره ټپیان په نښه شوي دي.
د نوموړي په خبره د یاد برید مسؤلیت طالبانو او هغوی ته چې له طالبانو ملاتړ کوي متوجه کېږي ځکه د ترهګریزو بریدونو لپاره طالبانو زمینه برابره کړې ده. ویډیو او ایډیټ: ولی سباوون