چارواکي وايي چې له سهار څخه تر ماسپښین ناوخته د کندهار د سپین بولدک او چمن تر منځ د لارې د موقتي خلاصېدو وروسته شااوخوا دوه زره کسان راوښتي دي.
د کندهار په سپینبولدک کې د سرحدي پولیسو کمیسار محمد علي داوري وايي چي پاکستاني پولیسو هغه کسان دې خوا ته راپرېښي چي تذکره او یا پاسپورټیې درلود چې د تېرو ۱۸ ورځو راهیسې کوټه کې بند پاتې و.
نوموړي زیاته کړه:
"پیاده لار خلاصه شوې یوازې هغه کسان راپرېږدي چي هلته بند پاتې دي شمېر يې کېدای شي چې ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ پورې وي."
بلخوا هغه ناروغان چې له ۱۸ ورځو وروسته نن د سپینبولدک او چمن له دروازې کندهار ته راواوښتل وايي چې د پاسپورټ او وېزې درلودلو سره سره پاکستاني پولیسو ځورولي او په ناقانونه توګهيې پیسې ځینې اخیستي.
دوی چې ناروغان او یا هم د ناروغانو پایوازان دي هېواد ته په راتګ ډېر خوشحاله دي وايي، له دي وروسته به له بېخي ډېر ضرورت پرته پاکستان ته سفر ونهکړي.
د کندهار اوسېدونکي خان محمد چې خپل ښځینه ناروغانیې پاکستان ته د درملني لپاره بیولي و وايي:
"هر افغان چې يې لیدی پیسې يې ځینې اخیستې وهل کېدل به بېعزته کېدل به موږ اسناد درلودل خو بیا هم ونیول شو پیسې يې راڅخه واخیستې."
چارواکي وايي چې د سپینبولدک-چمن او تورخم لار به سبا هم نیمه خلاصه وي او يوازې هغه افغانان به خپل هېواد ته ستنېږي چې په ویزو دغه هېواد ته تللي وي او هلته بند پاتې وو.
راپور :محمد صادق رښتینی