توخی: ارزګان کې په نشه یي توکو روږدو کسانو شمېر زیات شوی

د ارزګان روغتیايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې په نشه د روږدو کسانو شمېر ورځ تربلې زیاتېږي او د درملنې لپاره يې لازم ځای هم شتون نه لري.

د یاد ولایت د ولایتي روغتون رئیس ډاکټر امین الله توخي د شنبي په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې مرکزي حکومت او ولایتي ادارې هم په دې اړه هېڅ اقدام نه دی کړی.

نوموړی وايي په نشه یي توکو د روږدو کسان زیاته برخه يې ځوانان دي او باید مخه یې ونیول شي.

ډاکټر امین الله توخی.

ښاغلي توخې زیاته کړه:

"که څه هم د دغه ډول کسانو لپاره ځانکړی ځای نه لرو، خو بیاهم موږ ته هره ورځ د پنځو څخه تر لسو پوري، په نشه یي توکو روږدې کسان راځي، موږ حیران یو چې په دې څه وکړو، زموږ ټول روغتون۷۰ بستریز دی، هغه زموږ د دغه نور عاجلو مریضانو لپاره لا کافی نه دی."

دا په داسې حال کې ده چې په ارزګان ولایت کې د تېر کال په پرتله د مسؤلینو په خبره چې ۸۰ سلنه د تاریاکو کرکیله زیاته شوې ده.

له دې سره یو شمېر هغه کسان چې په نشه يي توکو روږد دي وايي د روږدېدو لامل يې بېکاري ده.

دوی له دولت څخه غوښتنه کوي چې په نشه یي توکو روږدو کسانو ته دې د درملنې مرکزونه جوړ کړي او ځوانانو ته دي د کار زمینه برابره کړي ترڅو په راتلونکې کې نور ځوانان په دا ډول نشو اخته نشي.

یو شمېر په نشه یې توکو روږدو کسانو ازادي راډیو ته داسې وویل:

"په کلي کې د ملګرو سره ګرځېدم، هغوی د چرسو نشه کول، مابه هم کله ناکله ور سره کول، خو ورسته يې زه هم عملي شوم او دادی زه اوس په هیروئینو اخته یم.

"موټر مې چلوۍ، په تاریاکو روږد شوم، اوس ځان ورڅخه نسم خلاصولای، په کور کې مې وروڼه نه پرېږدي، وايي ته تاریاکې يې."

په ورته وخت کې د ارزګان د والي مرستیال عبدالواحد پټان هم دامنې چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ډېر شوی خو وايي دوی د راتلونکې کال لپاره په دې اړه مرکز ته وړاندیزونه کړي څو ورته په ارزګان ولایت کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره یو صحي مرکز جوړ کړي چې په وینا يې هغوی هم په دې برخه کې ژمنې ورسره کړي دي.

ښاغلي پټان زیاته کړه:

"دا ځوانان څوک دي، خو د دې ارزګان د خلکو بچیان دي او په نشو اخته دي، نو زماله دوی څخه غوښتنه داده چې نور دي دا حرام بوټی نه کري او د خپلو بچیانو ژوند ته دي وګوري."

د یادونې وړ ده په ارزګان کې د مسؤلېنو په وینا نه یوازې دا چې دولت د روږدو کسانو لپاره څه نه دي کړي بلکې کارو باریان يې هم په عام ډول پیر او پلور کوي او دولت يې مخنیوی نه دی کړی.

راپور: شریف الله شرافت