بغلان چارواکي: دوشي ولسوالۍکې څو کلي له طالبانو پاک شوي
Your browser doesn’t support HTML5
د بغلان امنیتي چارواکي وايي، د دوشي ولسوالۍ د نیکپی درې د بېرته نیولو په عملیاتو کې څو کلي د وسلهوالو طالبانو له ولکې ازاد شوي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع نن ازادي راډیو ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونه په سیمه کې د پرمختګ په حال کې دي او ۱۲ وسلهوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا عملیات په داسې حال مهال کې پيل شوي چې وسلهوالو طالبانو تېره ورځ د تالا و برفک ولسوالۍ ونیوله.
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو د مخنیوي لپاره یې تکیتکي شاتګ کړی.
ویډیو: بشیر احمد غزالي او ایډیټ ابراهیم صافی