ټرمپ: د اسلامي دولت په نامه ډله "داعش" به لهمنځه وړم
Your browser doesn’t support HTML5
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د اسلامي دولت تر نامه لاندې ډلې يا داعش جنګيالي غير قانوني وحشيان وبلل او ويېويل چې لهمنځه بهيې وړي.
ښاغلي ټرمپ دا خبره تېره شپه د امريکا په وخت څه باندې ٩ بجې د کانګرس ګډې غونډې ته په خپله وينا کې وکړه.