پیټرس: افغانستان او پاکستان خپل‎منځي ستونزې په خبرو حل کړي

د اروپاپي ټولنې د پارلمان ځینې غړي وايي، د افغانستان په ختیځ کې د پاکستان راکټي بریدونه په سیمه کې د ثبات له ټینګښت سره مرسته نه‎کوي.

د اروپايي ټولنې د پارلمان یو شمېر غړي چې کابل ته راغلي وايي، ښه ده چې افغانستان او پاکستان خپل‎منځي ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

د دغه پلاوي مشر پیټرس نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په‎کار ده چې دواړه افغانستان او پاکستان د باور فضا په رامنځته کولو سره خپلو ستونزو ته اساسي حل لارې ومومي.