د ټاپي پروژې د ډیزاین او انجینري کارونه افغانستان کې پیلېږي

Your browser doesn’t support HTML5

د جرمني یوه کمپنۍ غواړي د افغان حکومت په مرسته د ټاپي پروژې د ډیزاین او انجینري کارونه د افغانستان په خاوره کې پیل کړي. د دغه پروژې د ډیزاین او انجینري کارونو د پیل هوکړه‌لیک د سې شنبې په ورځ د افغان ګاز مسولینو او جرمني کمپنۍ له لوري د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې لاسلیک شو. وېډیو او اېډیټ: ولي سباوون