رحیمي: کابل کې د پولیسو ډزو کې یو تن وژل شوی

Your browser doesn’t support HTML5

په کابل کې پوليسو پر يو موټر ډزې کړي، يو ملکي وګړی يې وژلى او بل‌يې ټپى کړى دی. د پېښې په ځای کې د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي خبریالانو ته وویل چې دغه پېښه نن سهار څلور نيمې بجې د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند ساحه کې رامنځته شوې ده. ویډیو او ایډیټ: ابراهیم صافي