ځواک: په سنګين کې پر بمبارۍ د څېړنې نتيجه نن اعلانېږي

د هلمند محلي چارواکي وايي، په سنګين ولسوالۍ کې د هوايي حملو له کبله د ملکي مرګ-ژوبلې د ادعاوو څېړنه ادامه لري.

د هلمند يو عالي رتبه پوځي چارواکى وايي، د دولت وسله وال مخالفين په سنګين ولسوالۍ کې د ملکيانو له ځينو کورونو د سنګر په توګه کار اخلي او له هغه ځايه پر امنيتي ځواکونو د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.

د هلمند د اوپراتيفي ډلې مشر عبدالجبار قهرمان تېره شپه ازادي راډيو ته وويل چې د وسله والو مخالفینو له خوا د پوځي مقصد لپاره د ولسي خلکو له کورونو استفاده د ملکيانو د مرګ-ژوبلې سبب کېږي.

عبدالجبار قهرمان.

نوموړي زیاته کړه:

"وسله وال مخالفین په دې ساحه کې فعال حضور لري چې له هغې سيمې مسلسل انداخت کوي او د دې سبب کېږي چې په پوځي مراکزونو کې د تخريب لپاره ځان ته لار خلاصه کړي؛ ځينې مسايل به پېښ شوي وي، خو زموږ هيئت ساحې ته تللى دى، زما معلومات ښيي چې لويه برخه وسله والو مخالفینو ته زيان رسېدلى دى."

د دولت کومې مخالفې ډلې په هلمند کې د دې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.

ښاغلی قهرمان وايي، په سنګين کې روانه جګړه دوى د ٧٢ ساعتونو لپاره وزغمله، خو اخر اقدام کولو ته مجبوره شول.

ځواک: سنګین کې د وسله والو لوی برید ماتې سره مخ شوی

دى وروسته له هغې دا خبرې کوي چې د سنګين ځينو اوسېدونکو او قومي مشرانو ادعا وکړه چې د جمعې ناوخته د امريکايي قواوو په هوايي حملو کې د سنګين په درېيو کليو کې ١٩ ملکيان ووژل شول او شا او خوا ٢٠ تنه نور ټپيان شول.

د هلمند محلي چارواکي او امريکايي ځواکونه وايي چې د دې ادعا په باب څېړنې کوي.

د والي وياند عمر ځواک تېره شپه ازادي راډيو ته وويل چې په دې اړه دوى خپلې څېړنې پيل کړي او ممکن نتيجه يې نن اعلان شي.

عمر ځواک.

نوموړي زیاته کړه:

"په هغو ساحو کې چې هوايي قطعو انداختونه کړي دي، د امنيتي ځواکونو په لاس کې نه ده، دا چې ايا هلته ملکي کسانو ته تلفات اوښتي که نه؟ پوځي مسؤلینو ته جدي سپارښتنې شوي چې عاجل معلومات لاسته راوړي او له والي صاحب سره يې شريک کړي."

د هلمند مقاماتو تائيد کړه چې په سنګين کې د بمباريو له کبله وسله والو مخالفینو ته هم تلفات اوښتي؛ خو د دقيق شمېر په اړه يې څه نه دي ويلي.

بلخوا د هلمند د مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد له ازادي راډيو سره په خبرو کې د ملکيانو پر خونديتوب ټينګار وکړ:

"پر ټولو ادارو غږ کوم، په خاص ډول مې له حکومت، مسؤلینو او نړيوالې ټولنې مې غوښتنه ده چې په جګړه کې بايد ملکيانو ته زيان وانه وړي، د ولسي خلکو وژل په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي، هيله ده دا موضوع ښه بررسي شي."

د جرمني خبري اژانس په حواله په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموريت وياند جنرال چارلز کلېفلنډ ويلي، په سنګين کې د هوايي حملو په نتيجه کې د ملکي مرګ-ژوبلې د ادعاوو په باب څېړنې کوي.

هغه ويلي د ملکيانو د تلفاتو په اړه پر ادعاګانو خبر دي او دوى يې جدي ارزوي.

بلخوا په هلمند کې د ٢١۵ ميوند قول اردو يوه وياند په سنګين کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې په اړه راپورونه يو طرفه وبلل.

محمد رسول ځاځي د جرمني خبري اژانس ته ويلي، وسله والو طالبانو د سيمې خلک مجبوره کړي چې وژل شوي او ټپي شوي کسان ملکيان وبولي.

په سنګين کې په وروستيو کې د وسله والو طالبانو او افغان قواوو ترمنځ سختې نښتې شوې دي.

تر دې مخکې د امريکا سمندري ځواکونو ويلي وو چې خپل ٣٠٠ سمندري پوځيان د ٢٠١٧میلادي کال په پسرلي کې هلمند ته لېږي.

راپورونه وايي، دغه تازه دمه پوځيان به د ٢١۵ ميوند قول اردو سرتېرو او د ۵۰۵ زون پوليسو ته روزنه او سلا-مشوره ورکوي.

دا مهال د قاطع ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې څه باندې ١٣ زره بهرني سرتېري چې ډېرى يې امريکايان دي، په افغانستان کې فعاليت لري.