د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

ځواک: د هلمند سنګین کې د ملکي تلفاتو ادعاوو په اړه څېړنه کوو


د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي د یاد ولایت سنګین ولسوالۍ کې تېره شپه ملکي خلکو ته د اوښتې مرګ ژوبلې د ادعاو په اړه څېړنه کوي.

د راپورنو له مخې د سنګین ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي ادعا کړې چې په یاده ولسوالۍ کې د هوايي حملو پرمهال ۱۹ ملکي وګړي وژل شوي او شااوخوا ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل چې دوی په دې اړه څېړنه کوي.

عمر ځواک.
عمر ځواک.

نوموړي زیاته کړه:

"سنګین کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقیض راپورونه موجود دي، موږ په دې اړه څېړنې کوو چې حقیقت څه دی چې ایا رشتیا هم ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده."

ځواک تائیده کړه چې سنګین ولسوالۍ کې د تېرې شپې په هوايي حملو کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه د وسله والو د کره مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

تر دا مهاله معلومه نه ده چې دغه حمله چا کړې ده.

د جرمني «ډي.پي. اې» اژانس د راپور له مخې په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونو هم ویلي چې سنګین کې د امریکايي ځواکونو هوايي حملو کې د ملکي تلفاتو د ادعاو په اړه څېړنه کوي.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ویاند جنرال چارلس کلیفلنډ ویلي چې د ملکي تلفاتو د ادعاو په اړه خبر دي، هغه ویلي چې دا ادعاوې جدي نیسي.

وسله والو طالبانو هم تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG