کاووسي: د سترې محکمې مخې ته چاودنه کې ۱۹تنه وژل شوي

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د مطبوعاتي څانګې مسؤل محمد اسماعیل کاووسي ازادي راډيو ته وویل چې د سترې محکمې مخې ته نننۍ چاودنه کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان دي. کاووسي زیاته کړه چې د پېښې ټپيان د شهید سردار محمد داوود خان او وزیر محمد اکبر خان روغتونونو ته انتقال شوي دي. ویډیو: ابراهیم صافی، ایډیت: تمیم اخګر