د خېبر پښتونخوا صوبې په لیرې پرتې غرنۍ سیمې چترال کې ځايي چارواکي وايي چې په دغې سیمه کې له تېرو څو ورځو راهیسې پرلهپسې واوره ورېدلې چې په نتیجه کې یې په ځینو سیمو کې برف کوچونه راغلي او لسګونه کسانو تهیې مرګ ژوبله اړولې ده.
په چترال کې د «چترال سکاوټس» یوه امنیتي چارواکي نظامالدین اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د یکشنبې په شپه د چترال په کریماباد سیمه کې د شدیدې واورې ورېدنې له امله پر ۶ کورونو برف کوچونه راغلي چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه او ۷ ټپیان شوي دي.
د نظامالدین په خبره چې په مړو شویو کسانو کې ۶ ښځې، ۶ ماشومان او ۲ سړي شامل دي او زیاتوي چې دغو برف کوچونو لږ تر لږه ۲۵ کورونو ته هم زیان رسولی چې په دغو کې ۶ هغه په بشپړه توګه نړېدلي دي.
له بلېخوا بیا د چترال ناظم مغفرت شاه «ډان» خبري ادارې ته ویلي چې په سیمه کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د شدیدې واورې ورېدنې له امله لسګونه خلکو خپل کورونه پرېښي او خوندي ځایونو ته تللي دي.
پاکستاني رسنۍ همداشان وايي چې افغان پولې ته څېرمه د چترال په ارندو سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه چک پوسټ هم برف کوچ راغلی چې په نتیجه کې یې ۷ سرتېري ټپیان شوي دي.
که څه هم رسنۍ تر دې دمه په چترال کې د واورې او برف کوچونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴ ښيي، خو په سیمه کې باخبرو ځایي سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې ښايي د برف کوچونو له امله د مړو شمېر لا زیات شي.
د دوی په خبره، په سیمه کې د واورې او برف کوچونو له امله ډېری لارې بندې شوي چې له املهیې روغتون ته د ټپیانو په وړلو کې ستونزې رامنځته کېږي.
چترال د خېبر پښتونخوا په شمال کې لیرې پرته غرنۍ سیمه ده چې له افغانستان سره نښتې اوږدې پولې لري او د ژمي په موسم کې پهکې شدیدې واورې او بارانونه کېږي.
دا لومړی ځل نهدی چې په چترال کې د واورې او برف کوچونو له امله لسګونه کسان مړه شوي، بلکې تر دې مخکې هم په دغي سیمه کې واورو، سېلاب او بارانونو ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د یادونې وړ ده چې د چترال په ګډون د پاکستان په بلوچستان، کوټې، مري، شمالي او ګڼو نورو سیمو کې له تېرو څو ورځو راهیسې د واورې او باران ورېدو لړۍ روانه ده چې د راپورونو له مخې، ډېرې لارې یې تړلي او ګڼ شمېر خلکیې له ستونزو سره مخ کړي دي.
راپور: ذبیح مومند