یاسمین: تر تښتولو وروسته را باندې جنسي تېری شوی

د کندز امنیتي چارواکي وايي،یو ځوانه نجلۍ چې ۱۷ کاله عمر لري دوه میاشتې وړاندې د دې ولایت د ښار اړوند د ابراهیم خېلو سیمې څخه تښتوول شوې وه د سړې تښتوونکي له منګلو څخه یې خلاصه کړې ده.

د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ د جنایې جرمونو پر وړاندې عمومي مدېر وايي چې پر دغې نجلۍ باندې د سړي تښتوونکي له خوا څوځلې جنسې تېرې هم شوي دي.

ویس الدین تلاش د شنبې په ورځ له رسنیو سره د خبرو پرمهال وویل چې پر دې نجلۍ باندې د سړي تښتوونکي له خوا په دې دوو میاشتو کې جنسې تېرې هم شوی دی.

ویس الدین تلاش

نوموړي زیاته کړه:

"دغه نجلۍ دوې میاشتې وړاندې تښتول شوې وه او د کندز ښار په دورې سر کې په یو کورکې ساتل کېده او په دې موده کې د سړي تښتوونکي له خوا پرې جنسي تېرې هم شوی دی چې موږ وتوانېدلو دغه نجلۍ د تښتوونکي له منګلو څخه خلاصه کړو."

ښاغلي تلاش زیاته کړه چې دغه نجلۍ د کندز د ښځو چارو ریاست په امن کور کې ساتل کېده، خو د مور او د پلار د غوښتنې پراساس یې نجلۍ خپلې کورنۍ ته سپارلې ده.

په ورته وخت کې یاسمین نومې نجلۍ چې وروسته له دوه میاشتنې تښتونې د سړي تښتوونکي له منګلو خلاصه شوې وايي، نوراغا نومي ځوان چې هغه یې اختطاف کړې وه جنسې تېرې هم پرې کړی دی:

"زه یې د کور لهه ‏مخې وتښتولم او نور پر ځاه نه یم پوهه شوې خو کله چې په حال راغلم دغه ځوان له ورور سره یې وسله په لاسه ولاړ وو، خپله تښتوونکي راباندې جنسي تېرې کاو او ورور یې یوازې لمسه ولم."

په همدې حال کې د دغې نجلۍ مور او پلار بیا وايي، نوراغا نومې ځوان چې د دوی لوریې اختطاف کړې وه دوی له هغه سره کورنۍ اړیکې او پخوانۍ پېژندګولي هم نه لري.

دوی له حکومت څخه غواړي چې دغه سړي تښتوونکي ته درنه سزا ورکړي.

د نجلۍ په پلار وویل:

"موږ ډېر خوار او غریب خلک یو او دغه سړي زموږ په حق کې ستر جنایت کړی دی او له دولت څخه غواړم چې دغه جنایت کار ته درنه سزا ورکړي."

د نجلۍ مور:

"موږ په دې څه باندې دوه میاشتو کې د زړه وینې وخوړلې، نو له دولت څخه غواړم چې دغه کس ته درنه سزا ورکړي"

بل‏خوا نوراغا نومې ځوان چې د دغې نجلۍ اختطاف په تور د پولیسو لخوا نیول شوی وايي چې هغه دغه نجلۍ نه ده اختطاف کړې، بلکې نجلۍ د خپل کور څخه د هغوی کور ته تښتېدلې وه او وروسته یې د سپین‎ږېرو په شتون کې نکاح کړې او بیا ورسره بستر کې یوځای شوی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"زه د پولیسو سرتېرې یم او دنده مې په کابل کې ده او دغې نجلۍ ماته زنګ ووهه چې زما پلار ما پریو بداخلاقه سړي باندې خرڅوي، که راځې راشه او کنه زه یا ځان وژنم او یا ستاسو کورته تښتم، نو نجلۍ زموږ کورته تښتېدلې وه او وروسته له درې ورځو زه له کابل څخه راغلم چې نجلۍ زموږ په کور کې وه او ما د نجلۍ مور او پلار ته زنګ ووهه چې نجلۍ موږ کره ده دوی په جریان کې دي."

دغه ځوان زیاتوي چې سپین‎ږېرو پر ده باندې یې یو لک او شل زره افغانۍ ولور ايښئ وو، خو ده یوازې ۵۰ زره افغانۍ د نجلۍ پلار ته ورسولي دي.

خو بیا د نجلۍ مور او پلار، د نوموړي ځوان دغه خبرې ردوي.

د کندز د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، چې اوس مهال د دغې پېښې دوسیه د دوی تر څېړنې لاندې ده او وروسته د ډېرو پلنټو په خاطر عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.

د یادونې وړ ده چې د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوترېخوالي د وروستیو پېښو په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې.

د دغه سازمان د افغانستان برخې مسؤلې حوریه مصدق ازادي راډیو ته ويلي چې د دولت باید د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالو د پېښو عاملین ونیسې او د قانون منګولو ته وسپاري.

راپور: اجمل ارین