چارواکي: داعش او نورو بهرنیو وسله‌والو زابل کې روزنیز مرکزونه جوړ کړي

Your browser doesn’t support HTML5

د زابل امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په یو شمېر غرنیو سیمو کې داعش او نورو بهرنیو وسله‎والو ډلو د روزنې مرکزونه جوړ کړي. د زابل امنیه قوماندان جنرال میرویس نورزی وايي چې د دغه ولایت لیرو پرتو غرنیو سیمو کې داعش او نورو وسله‎والو ډلو مرکزونه جوړ کړي او په دغو مرکزونو کې نویو ځوانانو ته جنګي روزنه ورکوي څو راتلونکي کې د جګړې لپاره کار ځینې واخلي. ویډیو: محمدصادق رښتني، ایډیت: تمیم اخګر