فراه چارواکي: طالبانو ته روسي ساخت پرمختللې درنې وسلې رسېدلي

Your browser doesn’t support HTML5

په فراه کې امنیتي چارواکي ادعا کوي، وسله‎والو طالبانو ته پرمختللې درنې وسلې رسېدلي چې زیاته برخه‌یې د روسیې ساخت دي. د فراه امنیه قوماندانۍ سرپرست مشر توریالي عبدیاني پرون دوشنبه ازادي راډیو ته ادعا وکړه چې وسله‎والو طالبانو داسې پرمختللې وسلې ترلاسه کړي چې ان د افغانستان امنیتي ځواکونه‌یې نه‎لري او له ‎دې امله فراه کې جګړې شدت موندلی دی. راپور او ویډیو: احمدشاه فطرت، ایډیت: ابراهیم صافي