هلمند چارواکي: د کجکي برېښنا عوایدو ۹۰ سلنه طالبان ټولوي
Your browser doesn’t support HTML5
د هلمند ولایتي شورا وايي، د کجکي برېښنا د عوایدو ۹۰ سلنه وسلهوال طالبان ټولوي.
په ورته وخت کې د هلمند د برېښنا رئیس وايي، د هغو سیمو عواید دوی نهشي ټولولای چې د وسلهوالو په ولکه کې دي.
ویل کېږي طالبان هر کال د کجکي د برېښنا له درکه ۵۰۰ میلیونه پاکستانۍ کلدارې عواید اخلي.
دا په هلمند کې تر کوکنارو او طبیعي زېرمو وروسته ډېرې پیسې دي چې د دولت د وسلهوالو مخالفینو جېب ته لوېږي. وېډیو: الیاس داعي