د افغانستان ولسي جرګه له حکومت څخه غواړي چې د ۱۳۹۶ کال د بودجې په مصرف کې له دقت څخه کار واخلي.
د ولسي جرګې دوهم مرستیال نعمتالله غفاري چې ننیې د جرګې مشري هم کوله په عمومي ناسته کې وویل چې حکومت باید د بودجې د مصرف په برخه کې جدي اقدامات وکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"له ولسمشر او د ملي یووالي له حکومت څخه مو غوښتنه دا ده چې د بودجې د مصرف په اړه جدي اقدمات وکړي، په ۱۳۹۴ کال کې د ولسي جرګې جدي غبرګون هم په دې اړه و."
د ۱۳۹۶ مالي کال بودجه دوه ورځې وړاندې د ولسي جرګې له لوري تصویب شوه.
د ۱۳۹۶ مالي کال بودجه ۴۲۹ میلیارده افغانۍ ده چې ۲۶۸ میلیاردهیې عادي او ۱۶۱ میلیارده پراختيايي ده.