مظاهره‌چیان: کابل کې دې د پاکستان سفارت وتړل شي

Your browser doesn’t support HTML5

د زرغون بهیر «روند سبز» لسګونو غړیو افغانستان کې د وروستیو خونړو پېښو په غبرګون کې کابل کې د پاکستان حکومت پر ضد مظاهره وکړه. دوی چې د پاکستان حکومت پرضد یې شعارونه ورکول پاکستان د افغانستان په وروستیو خونړیو حملو کې په لاس لرلو تورن کړ او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې پر پاکستان فشارونه زیات کړي او وسله وال طالبان د تروریستي ډلې په توګه ومني. ویدیو او ایډیت: تمیم اخګر