جوزجان کې پر۲۴ بزګرانو د باغوالۍ وسایل وویشل شول
Your browser doesn’t support HTML5
په جوزجان ولایت کې ۲۴ هغو بزګرانوته د باغوالۍ وسایل وړیا ورکړل شول چې په خپلو کارونو کې ښه ځلیدلي دي.
د جوزجان د کرنې او مالداری رئیس وايي چې دا وسایل د کرنیزو مرکزونو د پیاوړتیا په خاطرد کرنې او مالدارۍ وزارت ویشي او ټاکل شوي چې د شمال په زون کې ۱۸۵ نورو بزګرانو ته هم ورکړل شي.
د دغو وسایلو ټول لګښت شاوخوا اته لکه افغانۍ ښودل شوی چې د افغانستان د بیارغونې صندوق لهخوا ورکړل شوي دي.